محمد عارف وردګ د ۱۳۲۸ لمریزهجري کال په ژمي کې د وردګو د سید آباد د شاطرو په کلي کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د سیدآباد په ښوونځي کې کړې او وروسته په حربي ښوونځی کې شامل او په ١٣٤٩ لمريزهجري کال له حربي پوهنتون څخه د برید من په رتبه فارغ شوی. لوړې زده کړې یې د هندوستان په پوځي اکاډمي کې سر ته رسولي او لس کاله یې د افغانستان په پوځ کې د جګړن تر رتبي پورې دنده سر ته رسولي.

پر افغانستان د روسيې له تيري او يرغل څخه وروسته په کال ۱۹۸۰ میلادي کې پاکستان ته کډوال او له هغه ځایه یې په همدې کال د جرمن اتحادي جمهوریت ته پناه یووړه. په جرمني کې مې د اقتصاد بازار موندنې او کمپیوټر ساینس په برخه کې لوړې زده کړې وکړي. د نورو دندو له ډلې څخه یې لس کاله د آلمان غږ راډیو سره کار وکړ او له هغه وروسته تقاعد شو. د دې ټولو تر څنگ یې زیات شمېر کتابونه لیکلي او هم ژباړلي. د ښاغلي وردګ لیکنې د وخت له غوښتنې سره سمي، ډېری د کډوالو ستونزو ته د ځواب ویلو په خاطر د ژبو په برخه کې دي.

د ښاغلي وردګ د ۲۰ کتابونو له ډلې لاندې څو کتابونه د نمونې په بڼه ذکر کوو چې په خپل لگښت یې چاپ کړي او افغاني ټولني ته وړاندي كړي دي:

  • آلماني – پښتو – دري انځوریز قاموس: دې قاموس کې شاوخوا ٤٠٠٠٠ جرمني کلمې په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي چې په ۱۲۸۰ مخونو کې ترتیب شوی. دا کتاب د ګڼ شمېر انځورونو او اړوندو معلوماتو په درلودلو سره ډیر زیات مینه وال لري او په لسو کالونو کې ۷ ځله چاپ شوی دی.
  • دري – الماني مصور قاموس: دې قاموس کې د دري ژبې له ۳۹۰۰۰ څخه زياتې کلمې په جرمني ژبه ژباړل شوي او په ۷۰۰ مخونو کې د ګڼ شمېر انځورونو په درلودلو سره چاپ شوی.
  • پښتو معیاري ژبدود: دې کتاب کې د پښتو ژبي ګرامري اصول په عصري بڼه را اړول شوي او تشریح شوي دي.
  • پښتو – انگریزي انځوريز قاموس: له ۳۸۰۰۰ څخه زياتو پښتو کلمو او ګڼ شمېر انځورونو او معلوماتو سره چاپ شوی.
  • انګریزي – پښتو خود آموز
  • آلماني – دري خود آموز
  • آلماني – پښتو ګرامر
  • آلماني – دري ګرامر
  • پټه خزانه (زما به اهتمام)
Nach oben scrollen