ګرانو ماشومانو او درنو والدینو ته!

که غواړي، چي د افغانستان څخه لیري د آلمان په غېږ کي مو ژوند له افغاني کلتور او خپلي مورنۍ ژبي سره اړیکه پرې نه کړي، نو د افغانیک کلتوري پروګرامونه را سره تجربه کړئ.

افغانیک له تېرو دیرشو کلونو راهسي د افغانانو له پاره په ډېرو فرهنګي برخو کي فعالیت کوي تر څو د نوي نسل روحیه په افغاني افکارو سمبال وروزي.

اوس افغانیک غواړي د ماشومانو د لا ښه عامه پوهاوي له پاره د (نکلونو پروګرام) یوه غونډه جوړه کړي، نو له ټولو والدینو څخه په ډېر درنښت هیله کوو، چي له خپلو ماشومانو سره دې پروګرام ته راسئ.

په هر  پروګرام کي لاندي نکل  او یو لیکوال  هم ګډون لري او خپل نکلونه به لولي:

۱. محمد ابراهیم سپېڅلی (د هډوکو امېل) : د ۲۰۲۴ مارچ اتمه

۲. پاچا او چرګوړی (هاجره حرکت)

۳. لیلا او بلاوي (آرزو پوپل)

۴. د حیواناتو نکلونه (اسد الله ملکزی)

۵. د بزګر ښځه، مسخره چرګ، بې نوم هلک (ادریس شاه)

۶.  احمد ولي اڅکزی (…)

وخت: 17:00 تر 18:30 بجو پوري

نېټه: 8 مارچ ، 22 مارچ, 11 اپریل او 26 اپریل 2024

ځای: افغانیک دفتر، بون ښار

https://us02web.zoom.us/j/83500260779 :د انلاین ګډون لینک

کلتوري پروګرامونه له افغانیک سره تجربه کړئ.

Nach oben scrollen