له افغان لیکوال او قاموس لیکونکي ښاغلي محمد عارف وردګ سره ځانګړي علمي ناسته

په جرمني کې د یو داسې افغان کډوال د ژوند له داستان څخه مو خبروو چې په بې ساري ډول یې د جرمني، پښتو او دري ژبو د زده کړې لپاره شاوخوا ۲۰ کتابونه لیکلي دي. ښاغلی محمد عارف وردګ یو د ګوتو په شمېر هغو بهر میشتو افغانانو څخه دی چې په جرمني کې د نویو افغان کډوالو سره د لاسنیوي پخاطر یې د نورو کارونو ترڅنګ په الماني ژبه د پوهیدلو او ژر ادغام لپاره ډیر شمېر کتابونه لیکلي دي. موږ غواړو له ښاغلي وردګ سره په المان کې د نوموړي د څه باندې څلورو لسیزو د کډوالی بهیر، لاسته راوړنو، اثارو، ښو او ترخو تجربو د اوریدو په هکله ناسته ولرو. پردې سربېره، ښاغلی وردګ به په ځانګړي ډول د نویو راغلیو افغان کډوالو د ژبې د چټکې زدکړې په هکله هم خپلې مشورې او وړاندیزونه ولري. له همدې کبله، تاسې ته بلنه درکوو چې زموږ سره پنجشنبه، ۷ مارچ ۲۰۲۴ په ماښامانی ناسته کې برخه واخلی.

هیله ده پر خپل فعال ګډون سره زموږ یادې غونډې ته ښکلا وروبخښی.  

پروګرام

  • ښه راغلاست او د افغانیک لنډه پیژندنه – ښاغلی یحیی وردګ
  • د ګډونوالو معرفي
  • د ښاغلي محمد عارف وردګ په هکله د ګډونوالو نظر
  • د ښاغلي محمد عارف وردګ د کار او زیار په هکله لنډه معلومات – ښاغلی احمدولي اڅکزی 
  • زما ژوند، اثار، کډوالي، خاطرې، تجربې او وړاندیزونه – ښاغلی محمد عارف وردګ
  • پوښتنې او ځوابونه
  • ازاد بحث + چای او کیک

وخت: پنجشنبه، 07.03.2024 – د ماښام له پنځو (۵) بجو څخه تر اووه (۷) بجو پورې

ځای: د افغانیک دفتر (Hölderlinstraße 30, 53121 Bonn)

اړیکه: 0228 85031347 / +491747417306

info@afghanic.de آنلاین ګډون لپاره لینک: https://us02web.zoom.us/j/83020916421

Nach oben scrollen