د افغانانو ګډه ناسته په بون کې

په افغانیک کې هره میاشت د افغانانوګډه ناسته ترسره کیږي ، موږ په ننۍ ناسته کې په بون کې د افغانستان ږغ راډیو پر پیژندنې ، فعالیتونو او کارونو په اړه هم درته معلومات وړاندي کوو.

وړاندي کوونکې : صفت الله زاهدي

وخت : د اروپا په وخت ۱۸:۰۰ بجې

بحث : د افغانانو لپاره انلاین انټرنیټې راډیو ( افغانستان ږغ راډیو ) www.avr.fm

تاریخ : 30/05/2024

ځای : Afghanic.e.v. Hölderlinestrasse 30,53121 Bonn Dransdorf

افغانستان ږغ راډیو په المان کې لومړنۍ راډیو ده چې د افغانانو لخوا جوړه سوي او د افغانستان لپاره دانټرنیټ په مټ خپرونې وړاندي کوي ، زموږ موخه داده تر څو په افغانستان کې د بشري حقونو ، تعلیم ، تاریخ ، کلتور او د بیان ازادۍ په اړه بیلابیلې خپرونې وړاندي کړو او د افغانستان خلکو ږغ تر نړیوالو پوري وه رسوو .

موږ اوس په ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ خپرونې وړاندي کوو تاسو کولائ سی چې په ټیک ټاک ، انسټاګرام ، ټویټر ،یوټیوب او فیس بوک کې موږ وه څاری .

www.avr.fm

The Voice of People

Scroll to Top