په آلمان کې د افغانانو لخوا افغانانو ته خدمتونه

افغانیک تاسو ته لاندې آسانتیاوې برابرلوی شی:

  • مشورې
  • مورنۍ ژبې کورسونه
  • لیدنه کتنه
  • آلماني د افغانانو لپاره

مشورې

موږ تاسو ته د بن په ښار کې په لاندې برخو کې مشورې، رهنمايې او اړوندو ادارو ته معرفی کولی شوو:

  • آلماني ژبې کورس
  • مورنۍ ژبې کورس
  • مسلکي زدکړې
  • لوړې زدکړې
  • پناه غوښتنه او حقوقي مشورې
  • کور او کار لټونه

مورنۍ ژبې کورس

هره جمعه د مازدیګر ۴ نه تر ۶ بجو زموږ په دفتر کې د افغاني ماشومانو لپاره پښتو ژبې کورس دایریږی.

همدا شان د دري ژبې کورس ته هم نوملیکنه کولی شی، چې په راتلونکې کې به هره جمعه د ۲ نه تر ۴ بجو پوری دوام کوی.

نوی افغان مهاجرین پخواني افغانانو سره ګوري

د دغه سرلیک لاندې په کال کې موږ د آلمان ته په وروستیو کلونو کې راغلیو افغانانو او دپخوانيو افغانانو سره یو ځای څو مجلسونه نیسو، تر څو ټول افغانان یو له بل سره وپېږني او بلد شي. په دغو غونډو کې موږ په آلماني ټولنه کې مدغم افغانانو ته بلنه ورکوو، تر څو دوی د خپل ژوند، کارونو، هلوځلو او چلنجونو په هکله خبرې وکړي، چې دا به د نویو کډوالو لپاره په زړه پورې وي. 

هره دوهمه شنبې د بون او شاوخوا یو شمیر افغانان د دوو بجو نه تر اوو بجو پورې یو د بل سره د خبرې اترو او چای څښلو لپاره دلته راځي.

همدا شان په نظر کې ده، چې افغاني مېرمنې او نجونه هم په یوه معینه ورځ کې دلته راشي.

آلماني د افغانانو لپاره

افغانیک په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې آلمان ته نوي راغلو افغانانو لپاره د آلماني ژبې زدکولو دوه کتابګوټې په پښتو او دری ژبو خپاره کړي دي. دغه دواړه کتابونه تاسو په وړيا توګه زموږ له دفتر څخه ترلاسه کولی شئ. همدا شان دا خپرونې په پی دی اف فورمات کې زموږ له ويبسایت څخه هم ترلاسه کولی شئ.

په هامبورګ کې د افغانستان اونۍ

موږ د يو بل آلماني همکارې موسسې او آلمان دولت په لګښت د ۲۵ کلونو راهیسې په هامبورګ کې د افغانانو او آلمانانو لپاره د ۵ ورځو یو ګډ سمینار جوړوو. دلته نه یوازی د افغانستان په اوضاع، تاريخ او مرستو، همدا شان په آلمان کې د افغانانو په ژوند او ستونځو باندې هم د اړونده پوهانو او متخصیصینو لخوا هر اړخیز معلومات وړاندې کېږی. د سمینار وخت، معلومات او نوملینکه زموږ په ویبسایت کې خپریږی.

زموږ آدرس او د اړيکو نیولو لارې دا دي:

Nach oben scrollen