24. Hamburger-Afghanistan-Woche: 15. – 19. Juli 2019
Der Sunderhof, Forstweg 35, 21218 Seevetal bei Hamburg
Tel 04105 / 621-0, www.dersunderhof.de

ګرانو هېوادوالو،

د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او په هامبورگ کی د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د ۲۰۱۹ م ک د جولای د ۱۵ نېټې څخه تر ۱۹ نېټې پورې د څلورویشتم ځل او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي. ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.

سمينار کې لاندي موضوعاتو خبرې کېږي:

په آلمان کې د افغاني مهاجرو اوسنۍ ستونزې. مارتین ګرنر او امادیوس همبیل

بين الکلتوري تريننګ. اماديوس هېمپل

افغاني فلم جوړونکې په آلمان کې. مارتین ګرنر

د يووالي حکومت دوره کې د لوړو زدکړو په برخه کې لاسته راوړنې. سید مهجور
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې او په افغانستان کې به څه بدلونونه راشی؟ توماس روتیګ

ولی افغانان له خپل هېواد څخه د باندې تشتي؟ توماس روتیګ

په یونان او بالکان هېوادونو کې د افغان مهاجرو حالت. مارتین ګرنر

د افغانستان په هکله اساسي معلومات او د آلمان سره يې پرتله. یحیی وردک

د استقلال سلمې کلیزې په وياړ د دارالمان تاریخي ماڼۍ جوړیدلو نندارتون. ورنر میولر

امان الله خان په برلین کې. توماس روتیګ

افغاني کډوال په آلمان کې. قبولی که بیرته ستنول؟ توماس روتیګ

اوسنۍ افغاني هنر. ماریا حسین-حبیبی

ګل پاچا الفت غوره نثرونه په آلماني ژبه. انګرید فان هایزلر

د نړی تر ټولو کوچنۍ اردو – يو نوی فلم. مارتین ګرنر

لوګر ولایت کې د یو ښونځي جوړولو تجروبې. ډیوه بابری

په پکتیا ځدرانو کی د يو ښونځي جوړولو فکر. صالح سلطانزوی

افغانستان ته زما سفر – می ۲۰۱۹. يحيی وردک

دیوان بیګی کلینیک په هکله نوی راپور – چلنجونه او پرمختګونه. يحيی وردک

د افغانستان پوهنتونونو لپاره درسي کتابونه. يحيی وردک

په کندوز ولایت کې د ښوونځیو او نورو پروژو عملي کولو تجروبې. سیبیله شنی هاګن

په اسلام کې د سولې مشعل – غفار خان. يحيی وردک

کلتوري او جشني برخه: د انځورونو نندارتون، کباب، موسیقی، ملي اټن

سمینار ارزونه، نیوکې او په راتلونکی کال کې د سمینار لپاره وړانديزونه

د سيمينار د گډون ونډه یو سلوشل يورو او د بېکارانو لپاره شپیته يورو ده.

خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې پنځوس يورو او د بېکارانو د پاره ډیرش يورو ده . موږ د آلمان د حکومت په مرسته د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.

د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.de) تر لاسه کولای شئ! د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راولېږئ.

که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:

په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل

AFGHANIC, Justus-von-Liebig-Str 24, 53121 Bonn , Tel  0228 – 85031347

Mobile 0174 741 73 06, wardak@afghanic.org, www.afghanic.org

Nach oben scrollen