د المان په بون ښار کې د افغانیک دفتر چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې په المان کې د افغانانو د ادغام، کډوالۍ او د افغانانو د مورنۍ ژبې لپاره کار کوي، هره میاشت افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه کیسۍ د بیلابیلو لیکوالانو ممثلینو او د هنر د خاوندانو له لوري وړاندي کوي.

د افغانیک دفتر داځل په افغانستان کې د پلار پروډکشن مشر او تکړه ممثل فضل احمد انیس په مرسته د المان، هالنډ، بیلجیم، لندن او جرمني میشت اوسیدونکو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه “پښتو”بیلابیلې کیسې وړاندي کړي.

په دغو کیسو کې ماشومانو ته “د مرغه اباد”، “د باچاه سپي” او “ګیدړي” کیسې واورولې.
ده ماشومان له مور او پلار څخه د مننې کولو تر څنګ په دې هم وه پوهول، چې د خپلو والدینو او په ټولنه کې د مشرانو احترام مهم او اړین دی.

انیس په خپلو لنډو کېسو کې، چې ماشومانو ته یې وړاندي کړلې، ماشومانو ته بیلابیل درسونه هم ورکړل.
هغه وویل دا ډول کیسې ماشومان ویښوي ترڅو د خپلې مورنۍ ژبې ساتنه هم وکړي.

ده وویل د خپل کلتور، فرهنګ او دود را ژوندي کول، ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړي ورکول یو لوی کار وباله.

د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحيا وردګ د ورته کیسو د جوړولو لپاره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هڅه وکړي ترڅو دا پروګرامونه لا نور هم ډیر او ماشومانو ته د مورنۍ ژبې بیلابیل پروګرامونو په انلاین او مخامخ ډول وړاندې کړي.

دا په المان کې لومړۍ ځل نه دی، چې ماشومانو ته بیلا بیلې کیسې وړاندي کیږي، بلکې د افغانیک دفتر ماشومانو ته د پښتو ژبې له زده کړی سره سره د الماني ژبې د زده کړي پروګرامونه، رضاکارنه فعالیتونه او ګڼو نورو برخو کې په المان کې له افغانانو سره د مرستې پروګرامونه لري.

هیره دي نه وې چې په دي وروستیو دریو کلونو کې د افغانانو راتګ بهرنیو هیوادونو ته او هلته د مورنۍ ژبې زده کړه، ښایې د دوی لپآره ستونزمن وي، خو د افغانیک په څېر ځینې بنسټونه دا فعالیتونه په وړیا ډول وړاندې کوي.

Scroll to Top