په بن کې د رضاکارانو د فعالیتونو نندارتون

د جون په ۲۸مه د افغانیک اې ،وي ټولنې د بون ښار په بویل ښاروالۍ کې د رضاکارانو د پلټلو او خپلو ټولنو په موخه یو ګډ یوورځنۍ نندارتون جوړ کړئ وو.

پدې نندارتون کې ټولو ټولنو چې د المان ښار په شمالې ویسټ پالین ایالت کې دندي کوي ، خپل فعالیتونه او کارونه خلکو ته وړاندي کړل .

دوي پدې نندارتون کې د خپلو لاس ته راوړونو په موخه له خلکو سره وه لیدل او هغوي ته یې بشپړمعلومات وړاندي کړل

د افغانیک د ټولنې مشر ډاکټر یحیې وردګ او د همدې ټولنې یو رضاکار صفت الله زاهدي پدغه نندارتون کې ګډون کړئ وو

د همدې نندارتون موخه داوه ترڅو له خلکو سره اړېکې جوړي او خلک د رضاکار په توګه پخپلو ټولنو کې جذب کړي .

د افغانیک ټولنې شاوخوا ۳۰ کسانو ته د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندي کړل او هغوي یې وه هڅول ترڅو پوري دافغانانو سره په بیلابیلو برخو کې د مرستو لپاره رضاکار خلک پیدا کړي او ورسره ګډ کار وکړي.

د افغانیک ټولنې رضاکار صفت الله ذاهدي وویل چې دوی پدې نندارتون کې له خلکو سره د لیدنې وروسته شاوخوا اته تنه رضاکاران پیدا کړل او هغوی یې وه هڅول ترڅو پوري لدې ټولنې سره ګډ کار وکړي.

زموږ فیس بوک پاڼه هم درسره خوښه کړئ

ده زیاته کړه چې د نندارتون په جریان کې، موږ لیدونکو ته د افغانیک اې. وی. په ټولنه کې د مختلفو دندو او د رضا کارۍ د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل، چې پدغه ټولنه کې لاندې دندې شاملې دي.

– د کلتوري پیښو د تنظیم او ترسره کولو کې مرسته

– د نويو راغلو کسانو مشوره او لارښونه

– د افغانانو لپاره کورسونه (پښتو ، دری اوالماني ) د ژباړې ملاتړ

– په اداري چارو کې مرسته

د همدي نندارتون له لیدنو وروسته موږ ډیر خوشحاله یوو او ډاډه یوو چې نوي رضاکاران به زموږ د ټولنې د موخو پوره کولو لپاره کار وکړي او یو مهم رول وه لوبوي.

په بن ښار کې د رضاکارانو دغه نندارتون یو لوی بریالیتوب وو او موږ یو ځل بیا وښودله چې د رضاکارانو ژمنتیا زموږ د ټولنې د ودې لپاره ډیره ممه او ارزښتناکه ده ، موږ د ټولو هغو کسانو نه مننه کوو چې زموږ ملاتړ کوي او دنویو رضاکارانو په راتګ سره موږ خوشحالې احساس کوو.

زموږ یوټیوب پاڼه درسره سبسکرایب اوشیر کړئ.

د بن د رضا کارانو اداره د ټولنیزو او هستوګنځایونو د رسمي دفتر یوه برخه ده او د ۱۷ کلونو راهیسې د رضا کارانو د منځګړیتوب او پېژندنې لپاره فعاله ده. افغانیک له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې له دوي سره همکاري لري او موږ ته یې زیات شمیر رضاکارن راته معرفې کړي دي .

نور معلومات په www.bonn.de/freiwilligenagentur کې موندلای شئ.

ډاکټر یحیی وردک او ښاغلی صفت الله ذاهدي

Scroll to Top