07.03.2024 (17:00 Uhr) (ستاینغونډه)

ښاغلی محمد عارف وردګ یو د ګوتو په شمېر هغو بهر میشتو افغانانو څخه دی چې په جرمني کې د نویو افغان کډوالو سره د لاسنیوي پخاطر یې د نورو کارونو ترڅنګ په الماني ژبه د پوهیدلو او ژر ادغام ډیر شمېر کتابونه لیکلي دي. ښکاره ده چې د کتاب لیکل او چاپول د زیار، دقت، وخت او نورو سرچینو اړمن وي. د اروپا په خورا بوخت چاپیریال کې، ښاغلي وردګ د خپلو شخصي مسولیتونو ترڅنګ د جرمني، پښتو او دري ژبو د زده کړې لپاره شاوخوا ۲۰ کتابونه لیکلي او په خپل لګښت یې د هیوادوالو د لاسرسي لپاره چاپ کړي. افغاني ژبې چې د کتابونو د لیک او ژباړې له اړخه نسبتا خوارې دي، هره علمي هڅه ددې ژبو د پیاوړتیا لپاره په اوسنئ علمي او انټرنیټي نړی کې خورا ارزښت لري. افغانان چې بخت یې له کډوالی او مسافرتونو سره غوټه شوی، په بهر میشتو ټولنو کې د چټک ټولنیز ادغام لپاره تل د حل لارو موندلو په لټه کې وي.

د ښاغلي وردګ د جرمني، پښتو او دري قاموسونه په المان کې د نویو او پخوانیو راغلو افغان کډوالو لپاره د ژبې د خنډ په پورته کولو کې خورا ګټور دي. د ښاغلي وردګ غوره خدمتونو ته په کتلو، په بون ښار کې د افغانیک مؤسسې وپتیله چې د نوموړي د زیار او هاند یادونه وکړي چې ګوندې د ښاغلي وردګ لپاره به د روحي ارامتیا او د نورو افغانانو د لاتشویق سبب شي. له همدې کبله، د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ په ۷ نیټه یو شمېر بهرمیشته افغانان د افغانیک موسسې په دفتر کې او همدغه راز په انلاین بڼه سره راټول او له ښاغلي محمدعارف وردګ سره یې یوځای ګرم ماښامی درلود. غونډې ته په پیلیزه وینا کې د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحیی وردګ د افغانیک مؤسسې پر فعالیتونو او موخو لنډه رڼا واچوله او زیاتوله یې چې ټوله هڅه یې داده ترڅو افغانیک د خپلو موخو سره سم په ریښتیني مانا د المان او افغانانو ترمنځ پل واوسي.

غونډې ته پخپله وینا کې ښاغلي محمد عارف وردګ د خپلو څلورو لسیزو د کډوالی پر ژوند، هڅو او هاند رڼا واچوله. د ښاغلي وردګ په وینا، المان ته تر راتګ وروسته یې د ژبې د زدکړې کتابونو نشتوالی محسوس کړ، ځکه د نورو ژبو اړوند کتابونو درد نه دوا کاوه. له همدې کبله یې د خپلو ژبو ترویج ته ملا وتړله، ګرامر او قاموسونه یې ولیکل. نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د پښتانو لوستونکو څخه ناخوښي وښوده او پر وینا یې چې د نورو ژبو لوستونکي د نوموړي کتابونه په لیوالتیا سره لولي. نوموړي د خپلو قاموسونو مثبت ټکي په ګوته کړل او زیاتوله یې چې قاموسونه یې دوه اړخیز دي د افغانانو ترڅنګ بهرنیان هم ورڅخه ګټه اخیستلی شي او ټول هغه ګرامري نزاکتونه یې پکې مراعات کړي چې په نورو قاموسونو کې یې تشه محسوسه وه. جالبه دا ده چې ښاغلي وردګ خپل ټول کتابونه پخپله پرکمپیوټر لیکلي، او د ژوند له خاطرو څخه یې داده چې د قاموس لیکل ورته د لاسونو د درد سبب شو. نوموړی د لومړنیو کسانو څخه دی چې له ښی څخه چپې خواته پر کمپیوټر لیک یې وپیژانده چې له کبله یې کمپیوټر ته د پښتو او دري ژبو د ټکو په انتقال کې هم مرسته کړي. ښاغلي وردګ د خپل یوه بل غوره پښتو ګرامري اثر په هکله هم خبر ورکړ چې ژر به چاپ ته سپارل شي. یاد ګرامري کتاب خود اموز دی، او په مرسته یې غیرپښتانه کولای شي پښتو ژبه له استاد څخه پرته د زده کړي، ښاغلی وردګ زیاتوي چې ژبه زده کول د قاموس کار ندی بلکې دې ته یوازې د مرستې لپاره مراجعه کیدلای شي. له همدې کبله نوموړی افغانان لاپراخې مطالعې ته رابولي.

لیکوال او قاموس لیکونکي ښاغلي احمدولي اڅکزي غونډې ته د ښاغلي محمدعرف وردګ د لیکل شویو قاسونو په هکله تفصیلي مالومات وړاندې کړل، او د استاد عارف وردګ لخوا لیکل شوي قاموسونه یې د پښتو ژبې په پیاوړتیا کې اغیزمن وبلل. د غونډې نورو ګډونوالو هم د استاد معمدعارف وردګ کار او زیار وستایه او د افغانیک څخه یې مننه کوله چې له خپل اصلي ټاټوبي څخه لیرې په کډوالی کې د افغاني علمي هستیو په لټه او هڅونه کې بې درېغه هڅې کوي. ښاغلي استاد وردګ د یادې راټولیدنې په پای کې خپله خوښي او احساسات شریک کړل او زیاتوله یې چې دغه ستاینغونډه یې لا ډیرو خدمتونو ته هڅوي. د غونډې په پای کې ښاغلی محمد عارف وردګ د کړو خدمتونو لپاره د افغانیک دفتر لخوا په ستاینلیک ونازول شو. پردې سربېره ښاغلي وردګ د خپل لیکل شوي قاموس یوه یوه نسخه د غونډې هرګډونوال ته ډالی کړه. غونډه د ماښام په اوو (۷) بجو له چایو او کیک سره د ګډونوالو لخوا په متفارقه بنډار سره پای ته ورسیده.

Scroll to Top