Zwanzig Punkte zum Leben in Deutschland

  شل مشورې د اوسیدلو لپاره آلمان کې

  1. د هر څه نه مخکی آلماني ژبه زدکړه. دا دلته د ژوند او کار کلی ده او ته د دی په واسطه ډیر امکانات او لارې چاری پیدا کولای شی. او بی له ژبې څخه به ډیرې دروازې ستا پر مخ ټړلی وی.
  2. د ژبې زده کولو په جریان کې خپل تحصیلي او مسلکي اسناد ثبت او د تثبیت لپاره وړاندی کړه.
  3. نوی مسلک زده کړه.  ډیر افغانان د خبرو، خو ډیر آلمانان د کار خلک دي. ځکه که غواړي چي دلته بريالي وئ، خبرې لږ، کار ډیر کوئ. 
  4. هرڅومره مو چې ژبه ښه زده وی او هرڅومره چی ښه مسلک او د دی ځای د کاري مارکیت د ِغوښتنو پر بنسټ مسلک زده کړی، هماغومره به مو ژوند او معاش ښه وي.
  5. وخت سره زر دی! دلته د افغانستان په پرتله وخت ډیر ارزښت لری. خپل وخت څخه ګتوره استفاده وکړه.
  6. هر ملاقات (ترمین) ته که رسمي وی یا شخصی په خپل معین وخت ځان رسوه. د امکان په صورت کې ورته مخکی تياري نيسه.
  7. روابط په آلمان کې هم مهم دي. د نورو سره روابط وپاله او ويی ساته.
  8. د آلمان د قوانینو څخه ځان خبر کړه او د هغه په چوکات کې خپل ژوند دلته عيار کړه. ډیرۍ ستونزې به دی حل شی.
  9. آلمانان وپیږنه. دوی په ورځنی برخورد کې یو د بل سره هم دومره راکړه ورکړه او خبرې نه لري. نو داسی مه انګیره چې ګویا تا ته د بهرني او په بده سترګه ګوري.
  10. آلمانان که د یو چا سره ښه ونه کړی، نو بد او غرض هم ورباندی نه کوي.
  11. دوی یو دبل سره ولو که ګاوندی هم وی، اکثراً راکړه ورکړه نه لری، نه یوازی ستا سره.
  12. د آلمانانو سره د سن، سیاسی نظر، معاش، کورنۍ او نورو شخصي مسایلو د معرفي کیدو په لومړو وختونو کې خبرې مه کوئ.
  13. په خپله وعده وفادار اوسه. که یو شی نه غواړی او یا نه شی کولای، هو او وعده مه کوه او سمدستی نه ووایه.
  14. دلته باید چټلي هر ځای کې ګذار نه کړئ، بلکی په خپل ټاکل شوی ځای او ظرف کی واچول شی.
  15. دلته د ژوند، کار او ټولو برخو او ځایونو کې مقرارت شته. د مثال په ډول د موټر لار، د بایسکل لار او د پلي لار بیله ده او له دی نه خان خبرول او مرعات کول په کار دي.
  16. آلمان یو آزاد او دموکرات هېواد دی. ستا آزادی هلته ختمیږی، کله چې د نورو آزادی پیلیږی.
  17. نظم او دسیپلين دلته په عادی ژوند کې هم مهم رول لوبوي. هرځای خپل اصول لری او هر چیرته چې ځی او یا هر څه چې کوی، معلومات یی وکړه او ځان خبر کړه. د مثال په ډول ډيرو ځايونو کې سګرت څکول منع دی او په ځينو ځایونو کې په موبایل خبرې کول بندې دی او باید دا بنديزونه مراعات شی.
  18. د ژوند په ډیرو برخو کې مشورتي ادارې شته او تاسو کولای شی په وړيا توګه ورسره تماس ونیسئ، ورشئ، مشوره ورڅخه واخلئ او مرسته وغواړئ.
  19. د خپل ځان، ژوند او راتلونکی مسوول اوسه او خپل ژوند په خپل لاس کی ونیسه اومستقل ژوند کوه.
  20. حوصله او صبر وکړه. تقريباً د ټولو افغان مهاجرو ژوند کال په کال ښه شوی دی. درس، کار او زحمت وباسه! انشالله چی ژوند دی شه کیدو خوا ته روان دی. صبر تریخ، خو میوه یې شرینه وی.