له داکتر ایمل صافي سره ناسته

پخواني او نوي افغان کډوال یو له بل سره –

قدرمنو هېوادوالو،

ښاغلی ښاغلی داکتر ایمل صافي د څلويښتو کلونو راهيسې د داکتر په صفت په آلمان کې کار کړی دی او وروستۍ وظیفه يې د بون ښار د يوهنيتر روغتون د پلاستيکي  او لاس جراحۍ مشر (چيف) وو او په دې وروځو د ژوند نوې مرحله (تقاعد) پیل کوی.

ښاغلی د ويښ زلمیانو د یو مشر ښاغلی غلام حسن خان زوی دی، چی د چک جمهوریت کی يې طب لوستلي او د ۱۹۸۲ راهيسي په آلمان کې د عمومي جراحي، پلاستیکي جراحي او لاس جراحي تخصص نه وروسته څه کم ۴۰ کاله کار کړی.

دلته د مسلکي کارونو تر څنګ تل خپل هيواد او خلک نه دی هیر کړی او تقریباً هر کار وطن ته تللی او هېواد والو ته يې روغتيايي خدمتونه هم کړی دی.

افغانيک تاسو ته له ښاغلی داکتر ایمل صافي سره په یوه ناسته کې بلنه درکوی.

وخت: شنبه، د ۲۰۱۸ کال د  نومبر۳۰ د مازدیگر دوه بجې

ځای: افغانیک، د بن ښار، جرمنی